اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كراچۍ په ??وه ورځنۍ دوره روان شوے دے۔ د شورؤ په ورځ د ميډيا ونګ لخو د جاري شوي بيان له مخې وز??را????م به په كراچي ??ورټ ټرسټ د جوړ شوي ساؤتھ اېشیا پاکستان ټرمینلز دورہ كوي۔ وزیراع??م به کراچی پورټ ټرسټ كښې د اېف بي آر د كسټمز كليئرنس خودكار نظام پرانسته كوي٬ د دې نظام مقصد په كسټمز كليئرنس كښې سپېځلتيا رامخې ته كول او د كليئرنس دورانيه كښې كمې راوستل دي۔ وز??را??ظم د كراچۍ خپلې تېرې دورې په مهال ددې خودكار نظام د لګولو هدايات كړې وو۔ وزیراع??م به د پاکستان سټاک اېکسچېنج دورہ کوي په كوم كښې به چې د دې په كال 2024 كښې په ګرده نړۍ كښې د غوره سټاك اېكسچېنج كېدو درناوي ترلاسه كولو په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ د دورې په مهال به وز??را??ظم آغا خان پوهنتون ته هم ځي چرته به چې هغه د کلینیکل پرېکټس پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب، وزیر مملکت علی پروېز ملک او د روغتيا كوآرډينېټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ هم وز??را??ظم سره دے۔